د اردن هېواد په UIC کلنۍ غونډه کې، چې د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیالي یې هم غړيتوب لري د افغانستان په استازولۍ د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال ملا بخت الحمن شرافت ګډون کړی و او د غړي هېوادونو د استازو لخوا د اوسپنیزي کرښې اړوند موضوعاتو باندې خبرې شوې دي.
په دغه غونډه کې د سیمي په کچه د اوسپنیزي کرښې د خدمتونو یوشان والي، د خدمتونو ډیجټالیزېشن او همدارنګه د کرښې برېښنایې کېدو په اړه د ګډون کونکو لخوا بحث شوی او د اورګاډي د مخابراتي سیسټم او ارتباطاتو په اړه نوي سیسټمونه معرفي شوي دي.
همدارنګه د غړو هېوادونو استازو په بندرونو باندې د اورګاډي د تګ راتګ د چارو په ګړندي کېدو او د خدمتونو په بریښنایي کېدو هوکړه کړې او زیاته کړې یې ده، د اوسپنې پټلۍ د لا ښه والي او پرمختګ لپاره باید لا ډېرې هڅې وشي.
د یادونې وړ ده چې د د ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د هېواد په بیلا بیلو بندرونو کې د اوسپنې پټلۍ په رغولو سره د سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد اوپراختیا په برخه کې اسانتیا وې رامنځ ته کړي.

