د اندونیزیا د هلال احمر او د جوماتونو شورا رییس محمد یوسف کالا او مل پلاوي د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقی سره لیدنه کړې.
یاد پلاوی چې د اندونیزیا د سرې میاشتې او جوماتونو شورا رییس محمد یوسف کالا، د اندونیزیا د قوانینو او بشري حقوقو مخکنی وزیر عبدالحمید اول الدین او د اندونیزیا د انرژي او معادنو مخکنی وزیر سعید سودیرمن او نورو مسولینو پکې ګډون درلود، د افغانستان د وضعیت ارزونې په موخه کابل ته سفر کړی دی.
په دې کتنه کې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او د اولسونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي.
د بهرنیو چارو وزیر پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د تاریخ په اوږدو کې یې له افغانستان سره د اندونیزیا له نیک نیتي او د اندونیزیا له بشري مرستو مننه کړې.
مولوي امیرخان متقي زیاته کړې؛ د افغانستان او اندونیزیا د خلکو او حکومتونو ترمنځ شته دیني، کلتوري او متقابل درناوي ته په کتو افغانستان له دوست او ورور هېواد اندونیزیا سره د اړیکو د ټینګښت او پراختیا غوښتونکی دی.
نوموړي ویلي؛ له ۴۵ کلنې جګړې وروسته په افغانستان کې امن راغلی او د انرژۍ، کانونو، کرنې، سړک جوړونې، صنعت او بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره ښه فرصتونه رامنځته شوي دي.
ښاغلي متقي زیاته کړې؛ له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې مخ پر پراخېدو دي او له ګاونډیو او سیمې سره یې ښې اړیکې ساتلې دي.
همداراز افغانستان لېواله دی چې د جنوب ختیځې اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت په پام کې نیولو سره د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړې او اوس د سیمې له هېوادونو سره په همکارۍ په سترو سیمه ییزو اقتصادي پروژو کار کوي، چې په کې د کاسا ۱۰۰۰ د انرژۍ پروژه، ټاپي او افغان- ټرانس شامل دي.
همدا د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ اسلامي امارت د داعش او مخدره موادو په وړاندې مبارزه کې بریالی شوی دی او د نړۍ ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي، چې له افغانستان څخه هېڅ هېواد ته ګواښ نه شته.
د اندونیزیا د سرې میاشتې او د جوماتونو شورا رییس د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت مثبت ارزولی او ویلي يي دي؛ اندونیزیا غواړي چې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې کړي او ژمنه یې کړې، چې د افغانستان واقعي وضعیت به د اندونیزیا حکومت او خلکو ته په ډاګه کړي.
نوموړي همدا راز ویلي، اندونیزیا هیله لري چې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې همکاري وکړي او افغان محصلینو ته بورسونه او فیلوشپونه ورکړي.
په پاى کې دواړو لورو د افغانستان او اندونيزيا ترمنځ په سياسي، اقتصادي، سوداګريزو، فرهنګي، او پوهنیزو برخو کې د اړیکو په پراختيا او پياوړتيا ټينګار کړی دی.

