ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان برېښنا شرکت له یوې چینايي کمپنۍ سره د مېټرونو پېرلو تړون لاسلیک کړ

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې د دغه شرکت عمومي اجرایوي رییس ملا محمد حنیف حمزه د “شینزین کلو” مېټرونو جوړولو چینايي کمپنۍ له استازي سره د ۲.۷ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د یو فاز او درې فازه مېټرونو د پېرلو تړون لاسلیک کړی.

یاده کمپنۍ به ۱۵۰ زره د برېښنا یو فاز او درې فاز معیاري مېټرونه تولیدوي، چې افغانستان ته راوارېدیدو سره سم به د برېښنا شبکې کې کارول کیږي.

له دې وړاندې د برېښنا پېرودونکو د اړتیا وړ مېټرونه له ازاد بازار څخه په بېلابېلو نرخونو را پیرودل، چې په ګرانه بیه ورته تمامېدل؛ خو اوس مهال برېښنا شرکت له یوې چینايي کمپنۍ سره د مېټرونو تړون د لاسلیک له لارې په دې برخه کې پېرودونکو ته اسانتیاوې رامنځته کړې .

همداراز د یادې کمپنۍ مېټرونه د برېښنا له ټاکلو معیارونو سره سم جوړیږي او برېښنا شرکت به یې د شبکې اصلاح او نوې پراختیا برخو کې وکاروي.

د برېښنا مېټرونو برخه کې پېرودونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وو، چې د نویو مېټرونو واریدیدو او پېرودونکو ته وېشل کېدو سره به ټولې ستونزې حل او پېرودونکي به معیاري مېټرونه په مناسبه بیه تر لاسه کړي.