ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: خوست کې تېر کال څه‌باندې ۱۳۶ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د خوست ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۱۳۶ زره او ۲۹۳ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۹۰ زره او ۱۴ برېښنايي او ۴۶ زره او ۲۷۹ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.

د خوست ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست چارسمبالی او د نفوسو د احوال ثبتولو امر هدایت‌الله همت ویلي؛ هره ورځ شاوخوا۵۰۰ کسان د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.

ښاغلي همت زياته کړې؛ د مرکز په ګډون د یاد ولایت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې درې زره او ۳۵۲ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او پینځه زره او ۱۳۸ نورو کسانو ته د ژوند پېښو اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

د خوست ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې یوه د اسان خدمت څانګه او درې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګې فعالې دي، چې ښځینه او نارینه غوښتوونکو ته د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروسته خدمتونه (د مثنی پېژندپاڼې وېش، د زېږونونو، ودونو او مړینو ثبت) هم وړاندې کوي.

د یادونې وړه ده؛ چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.