ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بشري مرستې په پراختیایي بڼه د بدلولو لپاره ګډه کاري کمېټه جوړېږي

د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د دفتر له رییس سټیفن روډریګز سره د بشري مرستو د بهیر، پراختیايي مرستو ته د بدلولو په تړاو د یوې ګډې کاري کمېټې جوړولو په اړه خبرې کړي.

په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دفتر مشر سټیفن روډریګز د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره، د بشري مرستو څخه لیږد پراختیایي پروژو پلي کېدو ته یوه مهمه اړتیا بللې او د یادې ادارې لخوا یې په بېلابېلو برخو کې د خلکو له اقتصادي اړتیاوو سره سم د پراختیايي پروژو د پلي کولو چمتووالی ښودلی.

د UNDP د دفتر مشر د اقتصاد وزیر ته د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د ملاتړ، د سوداګریزو او بانکي فعالیتونو د پراختیا، د اوبو لګولو او کرنیزو تاسیساتو د جوړولو او بزګرانو ته د کوکنارو د کرکیلې د بدیل کښت برابرولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.

د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر، د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې دفتر د همکارۍ هرکلي کړی او د پراختیايي پروژو د پلي کېدو په ارزښت یې هر اړخیزې خبرې کړي.

قاري دین محمد حنیف هېواد کې د کارموندنې فرصتونو رامنځته کول د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره اړتیا بللې او په دې برخه کې یې د اقتصاد وزارت لخوا د پراختیایي همکاریو د چټکتیا لپاره د بېلابېلو وزارتونو سره د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د همغږۍ لپاره د هر راز اسانتیا وو برابرولو ډاډ ورکړی .

په پام کې ده، چې د UNDP دفتر او د اقتصاد وزارت د تخنیکي کارمندانو ګډ ټیم به اقتصادي لومړیتوبونو او اړتیاوو ته په کتو په مختلفو سکتورونو له بشري مرستو څخه پراختیایي مرستو ته د لیږد پروسې په برخه کې په نږدي راتلونکي کې په کار پيل وکړي.