ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره ورځ نږدې ۶۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ تېره ورځ (د غبرګولي پر ۱۴مه) ۵۹۹ تنه افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي.

 یاد وزارت زیاته کړې؛ د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۸۰ کورنۍ چې ۳۷۹ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د کډوالو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوي دي.

همداراز د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۴۲ کورنۍ چې ۲۲۰ تنه کېږي په جبري ډول له پاکستان څخه راستانه او هلته د کډوالو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالو او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې او له ټولو کورنیو سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم د لس لس زره افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.