د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ پلاوی چې د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق یې هم ملتیا کوي په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له مشر محمد بن زاید ال نهیان سره لیدنه کړې.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې؛ د کورنیو چارو وزیر په مشرۍ له افغان پلاوي سره دې هېواد کې د افغان بندیانو د ازادېدو، افغانانو ته د ویزو ورکړې او د کورنیو چارو وزارت اړوند د ترافیکي سیستم د برېښنايي کولو برخه کې ژمنې شوې دي.
نوموړي ویلي، چې دې لیدنه کې افغانستان کې د تل پاتې امن سربېره د سیمې په امن، د افغانستان په بیا رغونه کې د عربي متحده اماراتو ګډون او په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د متحده عربي اماراتو د کمپنیو ګډون، هغه موضوعګانې دي چې په تړاو یې خبرې او پرېکړې.
ورته مهال د متحد عربي امارت وام خبري اژانس خبر ورکړی چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او متحده عربي اماراتو د اړیکو په لا پياوړتیا ټینګار کړی.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د متقابلو ګټو په پام کې نیولو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا پياوړتيا او د سيمې د ثبات په برخه کې د همکارۍ په لارو چارو خبرې کړي او د افغانستان د بیارغونې او پراختیا په برخه کې يې پر اقتصادي او پراختیايي برخو تمرکز وکړ.
ورته مهال د سیاسي چارو شنونکي متحده عربي اماراتو ته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي سفر ګټور بولي او زیاتوي چې دغه سفرونه کولی شي د افغانستان په اړه د نړۍ دریځ مثبت لوري ته واړوي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت اوسمهال د نړۍ له ګڼ شمیر هېوادونو سره راشه درشه لري او تل یې ویلي، چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره په متقابل احترام ولاړې ښې اړیکې غواړي.

