د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له یو شمېر اهل تشیع علماوو او مشرانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې لومړی راغلو مشرانو په هېواد کې د امنیت په ټینګښت د خوښي څرګندولو ترڅنګ ویلي؛ موږ به د اسلامي امارت مسولینو سره دوامداره همکارۍ او د همکاریو د لازیاتې پیاوړتیا لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوو.
اهل تشیع علماوو او مشرانو زیاته کړې؛ په هېواد کې د ابادۍ لپاره چې اسلامي امارت کومې لاسته راوړنې او کړنې ترسره کړي، ټولو افغانانو ته څرګندې دي او دې کارونو ټول خلک راتلونکي ته هیله من کړي دي.
هغوی ټولنیزو او فرهنګي چارو، د لویو او وړو پراختیايي پروژو پلي کېدو او په هېواد کې اقتصادي ودې ته د اسلامي امارت پاملرنې ته په اشارې د اسلامي امارت رهبري څخه غوښتي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مدرسو، ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو جوړولو او د مواصلاتي لارو ترمیم ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي اهل تشیع علماوو او مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال ویلي، افغانستان د بېلابېلو اقشارو ګډ کور دی او اسلامي امارت د یو مسول حکومت په توګه د ټولو افغانانو په خدمت کې قرار لري.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال څرګنده کړې؛ د هېواد پرمختګ د ټولو هېوادوالو په بېدرېغه همکارۍ او کوښښونو برابرېږي، نو لازمه ده چې ټول افغانان د ځمکنۍ بشپړتیا او نظام په دفاع کې متحدانه عمل وکړي او د هېواد په ترقۍ او پرمختګ کې رول ولري.
ښاغلي حنفي په پای کې د هغوی د غوښتنو په اړه ویلي، اسلامي امارت به په هغه برخه کې رسېدنه وکړي.

