د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د اندونیزیا د سرې له مشر محمد یوسف کالا سره، د افغانستان لوړو زده کړو په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ په موخه لیدنه کړې.
د لوړو زده کړو وزیر د اندونیزیا د سرې میاشتې رییس او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او ویلي يي دي اسلامي امارت په ټولو برخو او په ځانګړې توګه د دیني او عصري علومو لوړو زده کړو ته خاصه پاملرنه لري.
نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت له فتحې او بریا وروسته په ډیری تحصیلي نهادونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه فعال شوي او عملا یې تدریسي چارې روانې دي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام د لوړو زده کړو په پیاوړتیا کې د یو بل له امکاناتو څخه په ګټو اخیستلو، لوړو زده کړو لپاره د علمي کادرونو لیږلو او د تحصیلي بورسونو په ورکولو ټینګار کړی او ویلي يي دي، اسلامي امارت له ټولو اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکې لري او د ټولو د پرمختګ غوښتونکي دي.
د اندونیزیا د سرې میاشتې رییس محمد یوسف کالا د اسلامي امارت او اندونیزیا هېواد د ښو اړیکو له امله مننه کړې او ویلي يي دي؛ اندونیزیا له افغانستان سره د لوړو زده کړو په برخو کې د لا زیاتو همکاریو غوښتونکی دی.
نوموړي همداراز د بورسونو ورکولو، د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړو لپاره د استادانو لېږلو او د افغانستان د تحصیلي بنسټونو د لابراتوارونو د تجهیز په برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې.

