د ټولګټو وزارت ویلي؛ تېرو دوو اونیو کې (د ۱۴۰۳هـ.ش. کال د غویي مياشتي له ۲۸مې څخه د غبرګلي تر ۱۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۲۵ زره او ۲۹۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې ۹۶ زره او ۲۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۵ زره او ۶۹۵ ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۳ زره او ټنه انتقالات چې ټولټال ۱۲۵زره او ۲۹۰ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
یادې وزارت زیاته کړې؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیرو دوو اونیو کې ۱۲ زره او ۱۳۸ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې او د آنارو جوس دي.
د یاد وزارت په وینا؛ هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

