د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون ویلي، چې په تېرو یوولسو میاشتو کې یې دوه میلیونه جریبه غصب شوې امارتي ځمکه له پېژندلو او تایید وروسته بېرته راګرځولې ده.
د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون ویاند حافظ برکت الله رسولي ویلي؛ د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د کار له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۲۶ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکه تثبیت او تشخیص شوی ده.
نوموړي زیاته کړې؛ د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون تخنیکي ټیمونه په ټولو ولایتونو کې د ځمکو پر تثبیت او پلټنو بوخت دي.
یو شمېر هېوادوال له غاصبینو څخه د غصب شویو امارتي ځمکو د بیرته راګرځولو د هرکلي تر څنګ د دغه بهیر د لا چټکتیا غوښتنه کوي.

