ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پوهنې وزیر د پوهنې وزیرانو په دویم نړیوال فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د پوهنې د وزيرانو په دوهم نړيوال څلور ورځني فورم کې د ګډون په موخه په رسمي سفر د روسيې د کازان ښار ته لاړ.

مولوي حبیب الله اغا به په ياد فورم کې د افغانستان د ښوونيز وضعيت، لاسته راوړنو، فرصتونو او ننګونو په اړه تفصيلي وينا وکړي او هم به د بېلابېلو هېوادونو د پوهنې له وزيرانو سره لیدنې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې وړمه ورځ د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري هم د اسلامي امارت په استازیتوب د روسیې هېواد د سنټ پټرزبرګ په ۲۷مه اقتصادي سرمشریزه کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته سفر کړی وو.