د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ له یو شمېر علماوو او متنفذینو سره لیدنه کړې.
یادو علماوو د دې ولسوالۍ د ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اړه معلومات ورکړي او د اسلامي امارت د رهبري مقام له لوري د یادې ولسوالۍ په رسمي کېدو یې خوښي ښودلې ده.
دې علماوو د دیني مدرسو، ښوونځيو، سړک، مخابراتي شبکو او کلینیک نه شتون د سیمې د خلکو عمده ستونزې بللې او د اسلامي امارت له مسوولینو یې غوښتي، چې د پورتنیو ستونزو حل او په ځانګړي ډول د ولایت له مرکز څخه تر یادې ولسوالي پورې د سړک جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي ډاډ ورکړی او ویلي یې دی، چې په لومړي قدم کې به په دې ولسوالۍ کې حکومتي دستګاوې او وروسته به امکاناتو ته په کتو په تدریجي توګه دیني مدرسې، ښوونځي، سړک، مخابراتي شبکې او کلینیک فعال شي.
ښاغلي حنفي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت مسوولین به د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د ستونزو د حل لپاره پوره هڅه وکړي.

