ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو د جنایتونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۷ فلسطینیان شهیدان شوي

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په بېلا بېلو سیمو کې د اسرائیلي اشغالګرو د هوایي او ځمکني بریدونو له امله ۷۷ تنه شهیدان شوي او شاوخوا ۲۲۱ تنه نور ټپیان دي.

د یاد وزارت په وینا؛ پر غزې د اسرائیلي اشغالګرو د بریدونو له پیل راهیسې تر دې‌مهاله شاوخوا ۳۶زره او ۷۳۱ فلسطیناین شهیدان شوي او شاوخوا ۸۳زره او ۵۳۰تنه ټپیان شوي دي.