ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: نورستان کې تېر کال نږدې ۲۴ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د نورستان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۲۳ زره او ۵۸۸ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې اووه زره او ۶۹۱ برېښنایي او ۱۵ زره او ۸۹۷ نورې یې کاغذي پېژندپاڼې دي.

د نورستان ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي قدرت الله شمشېر ویلي؛ د مرکز په ګډون د دې ولايت په اوو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي، چې شاوخوا دوه زره کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او د ژوند پېښو اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

ښاغلي شمشېر زياته کړې؛ په ياد ولايت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي، چې لومړۍ څانګه په مرکز پارون او دویمه هغه یې په برګمټال ولسوالۍ کې ده، چې په ورځني ډول غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.