د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبد السلام حنفي د سمنګان ولايت له يو شمېر مخورو سره لیدنه.
په دې لیدنه کې یادو مخورو د دې ولایت د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضیعت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي او په هېواد کې یې د امنیت پر ټینګښت خوښي څرګنده کړې.
یادو مشرانو ویلي، سمنګان کې د کلونو بې ثباتۍ د درد او رنځ له زغملو وروسته هوساینه راغلې، چې له شک پرته د اسلامي امارت د مسولینو او مجاهدینو د هڅو او زحمتونو پایله ده.
نوموړو زیاته کړې؛ د دې ولایت خلکو لکه څرنګه چې د اشغالګرو پر ضد د جهاد پر مهال په هېواد کې د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره د افغانستان اسلامي امارت سره همکاري کوله، اوس هم د دې نظام د پیاوړتیا او دوام لپاره له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي او په دې برخه کې به خپله هیڅ راز مرسته درېغ نکړي.
مولوي عبد السلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست پر مهال د اشغالګرو پر ضد د جهاد په دوره کې له اسلامي امارت سره د سمنګانو ولایت د خلکو ملاتړ او همکاري ستایلې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت د دې هېواد د بې شمېره علماوو، مجاهدینو او ځوانانو د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او د افغانستان په ټولو خلکو پورې اړه لري، چې ملاتړ ترې د هر شخص اسلامي او ملي وجیبه ده.

