هېواد کې د برېښنا خدمتونو او لویو پروژو چارو بیا پیل لپاره د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا محمد حنیف حمزه او ورسره مل پلاوي کندوز ته د خپل سفر لړ کې د کندوز له والي ملا نثار احمد نصرت او د استخباراتو رییس مولوي عبدالرشید منیب سره بېلابېلې لیدنې کړي او د کاسا ۱۰۰۰ پروژې لپاره د هر ډول اړینو اسانتیاوو پر برابرولو یې بحث کړی دی.
یادو لیدنو کې د پروژې چارو غوره پرمختګ لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو سربېره، ځايي اوسېدونکو ته د کار زمېنې پر برابرولو هم خبرې شوې دي.
دغه راز د کندوز له ځايي مسولینو غوښتنه شوې، چې د برېښنا پراختیايي پروژو لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو او ضایعاتو مخنېوي کې دې بشپړه همکاري وکړي.
کندوز ته د برېښنا عمومي اجراییوي رییس خپل سفر کې د کندوز برېښنا حوزې رییس او اړوند څانګو مسولینو او کارکوونکو سره له نږدې لیدنه کړې، د چارو پر چټکتیا او پېرودونکو ته د خدمتونو پر پراختیا یې ټېنګار کړی او لازمې سپارښتنې یې ورته کړې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت رهبري، غواړي هېواد کې د لویو پروژو پاتې چارو بیا پیل او بشپړولو لپاره هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي او د برېښنا پر ولایتي واحدونو هم منظمه څارنه ولري، څو پېرودونکو ته هر ډول اسانتیاوې رامنځته شي او ټاکلي پلانونه پر وخت په منظم ډول پلي شي.

