ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: دایکندي کې تېر کال نږدې ۶۷ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۶۶ زره او ۹۵۹ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۴۳ زره او ۷۳۱ برېښنایي او ۲۳ زره او ۲۲۸ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.

د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو رییس ملا عبدالرشید حمیدي ویلي؛ چې د مرکز په ګډون د دې ولایت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي چې درې زره او ۲۸ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او شپږ زره او ۹۱۶ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (شپږ زره او ۱۴۶ زېږون کارتونه او ۷۷۰ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

د دایکندي ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنايي پېژندپاڼو یوه وېش څانګه فعاله ده چې ښځینه او نارینه غوښتوونکو ته د نویو برېښنايي پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروسته خدمتونه (د مثنی پېژندپاڼې وېش، د زېږونونو او ودونو ثبت) هم وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.