د اوبو او انرژي وزارت، د نړیوال سازمان د بشردوستانه چارو د همغږي دفتر او د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت ترمنځ د همغږۍ ناسته شوې.
په یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده، د نړیوال سازمان د بشر دوستانه چارو د همغږۍ دفتر مسولینو او د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت استازو په شتون کې ترسره شوې.
ناسته کې د بشري مرستو په همغږي کولو او د اوبو سرچینو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاريو په ترسره کولو، په ځانګړې توګه د اقلیم له بدلون سره د سازګاري په تړاو خبرې شوې دي.
مجیب الرحمن عمر اخوندزاده په یاده ناسته کې له اقلیمي بدلونونو سره د سازګاري په برخه کې دوه اړخیزو همکاریو ارزښت ته په اشارې سره ټینګار کړی، چې لنډ مهاله پروګرامونه په دې برخه کې نشي کولی د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته شوې ستونزې هوارې کړي، له همدې کبله اړتیا ده چې په دې برخه کې په بنسټیز ډول کار وشي، ترڅو د اقلیم له کبله رامنځته شوې ننګونې لکه وچکالي، ناڅاپه سېلابونه او نورو ګواښوونو ته چې د افغانستان خلکو ته متوجه دي، رسېدنه وشي.
په پای کې دواړو خواوو یو بل ته د همکاري ډاډ ورکړی او د دوه اړخیزو همکاریو پر چټکتیا یې ټینګار کړی.

