د افغانستان بانک د رییس هدایت الله بدري د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره لیدنه کړې او د مالي خدمتونو د پراختیا په اړه یې خبرې کړي.
په دې لیدنه کې د افغانستان بانک رییس ویلي؛ د افغانستان بانک ژمن دی چې د هېواد ټولو برخو ته مالي خدمتونه ورسوي، ترڅو هېوادوالو وکولی شي، چې په اسانه ډول ارزانه او غوره کیفیت لرونکو مالي خدمتونو ته لاسرسی ولري.
هدایت الله بدري زیاته کړې؛ د دې برخې د پیاوړتیا لپاره د هېواد اوسنیو شرایطو ته په پام سره مقرره جوړه شوې ده، چې په پلي کېدو سره به یې خلک وکولی شي، په اسانه ډول کوچني پورونه تر لاسه کړي.
نوموړي ویلي، کوچنیو پورونو ته د خلکو لاسرسی د بیوزلۍ کچه کموي او د ندو په رامنځته کولو کې مرسته کوي.
د یوناما له مشرې مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی د ارزښت وړ یاد کړی او په یاده برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
په یاده لیدنه کې د افغانستان بانک د بېلابېلو امریتونو امرینو او د یوناما له مشرې سره راغلي پلاوي هم ګډون درلود.

