ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د تاتارستان د علماوو شورا رییس د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزیرانو سره په لیدنه کې؛ دیني زده کړې مې له افغان علماوو کړي

د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم او د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د روسیې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو دویمې نړیوالې غونډې په لړ کې د تاتارستان د علماوو شورا له رییس شیخ رستم عبدالحی سره لیدنه کړې.

دې لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر د امیرالمؤمنین حفظه الله تر واحد قیادت لاندې د اسلامي نظام په اړه د تاتارستان هېواد د علماوو شورا رییس ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي؛ اوس مهال افغانستان امن دی، شریعت پلی کیږي او اسلامی امارت له خلکو سره له شفقت او مهربانۍ څخه کار اخلي.

د تاتارستان هېواد د علماوو شورا رییس د لوړو زده کړو له وزیر سره پر لیدنې خوښي څرګنده کړې او د خپل هېواد د روان حالت په اړه یې معلومات ورکړي او ويلي یې دي، اوس دلته تر پخوا د مسلمانانو حالت ښه شوی، مسلمانان خپلې دیني ازادي لري او د علماوو شورا د حنفي فقې په رڼا کې خپلې چارې پر مخ وړي.

نوموړي زیاته کړې؛ له افغاني علماوو څخه مې د فقهې کتابونه لوستي، زه د افغانستان علمای کرام د خپلو استادانو په حیث پېژنم.

دغه راز د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو د تاتارستان هېواد د علماوو شورا رییس او غړو ته دعوت ورکړی، چې افغانستان ته راشي او د اسلامي امارت نظام له نیږدې وګوري.

د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو د یوه پلاوي په ملتیا د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو دویمه نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه د روسيې کازان ښار ته سفر کړی.