ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: سرپل کې تېر کال څه‌باندې ۸۲ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې وايي؛ د سرپل ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۸۲ زره او ۴۶۳ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۳۷ زره او ۵۰۰ برېښنايي او ۴۴ زره او ۹۶۳ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.

د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو رییس ملا خیرالله خیرخواه ویلي؛ د مرکز په ګډون د دې ولایت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې تر درې زره ډېرو  کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او  تر ۲۲ زره زیاتو نورو ته د ژوند پېښو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

د سرپل ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنايي پېژندپاڼو یوه وېش څانګه فعاله ده، چې ښځینه او نارینه غوښتوونکو ته د نویو برېښنايي پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروسته خدمتونه (د مثنی پېژندپاڼې وېش، د زېږونونو او ودونو ثبت) هم وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولی شي خپلې برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.