ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصايې او معلومات ملي اداره: زابل کې تېر کال څه‌باندې ۶۰ زره پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصايې او معلومات ملي اداره وایي؛ د زابل ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۶۰ زره او ۵۰۵ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۴۴ زره او ۸۲ برېښنایي او ۱۶ زره او ۴۲۳ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.

د زابل ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي ګل‌محمد احمد ویلي؛ هره ورځ شاوخوا ۶۰۰ کسان د برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د یاد رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.

ښاغلي احمد زياته کړې؛ د مرکز په ګډون د دې ولایت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې ۷۹۴ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او شاوخوا ۱۰۰ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۸۸ زېږون کارتونه او ۱۳ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

د زابل ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي چې ښځینه او نارینه غوښتوونکو ته د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروسته خدمتونه (د مثنی پېژندپاڼې وېش، د زېږونونو او ودونو ثبت) هم وړاندې کوي.