د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه چې د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم په سرپل ولایت کې د مسو د پروسس، د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ د سب سټېشن د پراختیا، په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې په ترتیب سره د ۴۰ او ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید او د یو لړ نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو.
په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د سرپل د بلخاب د مسو کانو په اړه دې خپل معلومات له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.
دغه راز خصوصي سکټور له لوري د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ د سب سټېشن د پراختیا او د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې په ترتیب سره د ۴۰ او ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پر موضوع تر هر اړخیز بحث وروسته د اوبو او انرژۍ او د کانونواو پټرولیم وزارتونو او د امارتي شرکتونو رهبري پلاوي اړوند د افغانستان برېښنا شرکت ته دنده وسپارل شوه، چې د یادې پروژې په اړه د خپلو څېړنو راپور اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

