ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پوهنې وزیر د پوهنې وزيرانو دویم نړيوال فورم ته په وینا کې؛ اوس مهال افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي

د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا، د روسيې فدراسیون په کازان ښار کې د پوهنې د وزيرانو دویم نړيوال فورم ته په وینا کې د یاد فورم له جوړېدو او افغانستان ته پکې د ګډون بلنې له امله د روسیې هېواد د پوهنې له وزیر او مشرانو څخه مننه کړي.

مولوي حبیب الله اغا ویلي؛ افغانستان له ۴۰ کلن جنګ او ناورین څخه راوتلی هېواد دی او اوس مهال یې وګړي په دایمي او سراسري امنیت کې ژوند کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ د نورو برخو په څېر د پوهنې په برخه کې هم افغانستان زیات زیانونه لیدلي دي. افغانستان هم لکه د نورو هېوادونو په شان حق لري، چې د دا ډول تخنیکي او مهمو نړیوالو فورمونو او ناستو غړیتوب ولري، ترڅو وکولی شي چې خپلې تجربې له نورو سره شریکې او د نورو له تجربو د خپل ښوونیز نظام د غوره والي په برخه کې کار واخلي.

د پوهنې وزیر ویلي؛ زه د اسلامي امارت د پوهنې وزارت په استازولۍ تاسو ته ډاډ درکوم، چې مونږ د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې باکیفیته او متوازنه زده کړو ته ژمن یو او دا په حکومت د ولس مسلم حق دی.

د نوموړي په وینا؛ اوس مهال په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي. د افغانستان د پوهنې وزارت او د تعلیمې سکتور د ټولو ښوونکو او کارکونکو معاشات د هېواد له خپلو داخلي عوایدو او امکاناتو څخه پوره کوي او ټولو ته پر وخت رسیږي.

مولوي حبیب الله اغا زیاته کړې؛ د پوهنې وزارت تشکیل او کړنې ورځ تر بلې د پراخېدو او ښه کېدو په حال کې دي او اوس مهال تر بل هر وخت په ښه ډول د هېواد هر ګوټ ته تعلیمي خدمات رسول شوي دي. موږ ژمن یو او هڅې کوو چې دغه مثبت حرکت او پرمختګ لا زیات چټک او معیاري شي.

نوموړي ویلي؛ زه غواړم تاسو ته ډاډ درکړم چې اسلامي امارت تل هڅه کوي ستاسو مرستې تر خپل مستحق ولس پوري په پوره امانتدارۍ ورسوي او د هر ډول ښوونیزو پروګرامونو لپاره چې د پوهنې وزارت له ضرورتونو او شرایطو سره سر لګوي د غوره پلي کېدو زمینه او اسانتیاوې برابري کړي.

 د پوهنې وزارت تل هڅه کړي د یوه غیر سیاسي او په ولس پوري تړلي خدماتي بنسټ په توګه خپلو خلکو ته د زده کړو خدمات وړاندي کړي.

په دې برخه کې د نړیوالو هېوادونو مالي، تخنیکې او بشري مرستو او تجربو ته ضرورت لرو تر څو زمونږ د تعلیمي پرمختګ سفر لا ګړندی شي.

د پوهنې وزیر دغه راز د دغه کنفرانس د پای په مراسمو کې د زده‌کړو د پرمختګ او عصري تکنالوژۍ د ترویج ګډه اعلامیه او هوکړه ليک لاسلیک کړی دی.