ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند غور ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمن شوو هېوادوالو سره لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند غور ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۵مه نېټه په دې ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمن شوو هېوادوالو او د دغه ولایت له مسولینو سره لیدنه وکړه او هغوی ته یې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.

نوموړي ویلي، چې هېواد کې وروستیو سېلابونو په بېلابېلو ولایتونو کې هېوادوالو ته درانه ځاني او مالي تاوانونه واړول.

ډېری کورنۍ له خپلو کورونو بې‌ځایه شوې، کرنیزې ځمکې یې تر اوبو لاندې شوې، پلونه، پلچکونه او سړکونه ویجاړ شول او هېوادوال ته د تګ راتګ پرمهال له ستونزو سره مخ شول؛ خو اسلامي امارت پر خپل وخت سېلاب ځپلو ولسونو ته د مرستې لاس ورکړ.

ښاغلي برادر اخوند زیاته کړې، چې موږ پر دغه رامنځته شوې غمیزه خپله خواشیني څرګندوو.

دغه‌راز اسلامي امارت له تاسو درنو او پتمنو هېوادوالو سره په دې ستر غم کې ځان شریک بولي.

ملا عبدالغني برادر اخوند مخکې یاد ولایت ته لسګونه ټنه خوراکي توکي، درمل او البسه لېږلي وو او پر دې سربېره یې اوس د دغه ولایت له زیانمنو شویو هېوادوالو سره لسګونه میلیونه افغانۍ نقدي مرسته هم وکړه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د غور ولایت ولسونو ته ویلي: “ټولو امارتي مسوولینو ته مو لارښوونه کړې ده، چې مرستې راټولې او په شفاف ډول یې پر مستحقو زیانمنو هېوادوالو ووېشي او په دې برخه کې مو یو فوق العاده کمېټه هم ګمارلې ده، چې هغه شپه او ورځ لګیا دي کار کوي.”

نوموړي له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې له سېلاب ځپلو سره یې د خپل وس مطابق کمک کړی دی، مننه کړې او د الله تعالی له دربار څخه یې ورته د اجر او ثواب غوښتنه کړې ده.

په پای کې یې د غور ولسونو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت مو تر هغه وخته پورې لاسنیوی کوي چې شته ستونزې مو حل او ژوند مو عادي حالت ته را وګرځي.