د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د فراه ولايت له يو شمېر مشرانو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د یاد ولایت مشرانو د سراسري امنيت په تامين او په افغانستان کې د اسلامي نظام پر بیا ټينګښت خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې افغان ملت او په ځانګړي ډول د فراه ولايت خلکو د هېواد د ازادۍ لپاره ډېرې هڅې او قربانۍ ورکړې دي.
دوی زیاته کړې، چې د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره بايد ضوابطو ته پر روابطو لومړيتوب ورکړل شي او د هېواد د ابادۍ او هوساينې لپاره بايد ټول هڅه او ستونزو سره په تدبير مقابله وکړو.
یاد مشرانو د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتي، چې د فراه ولايت ښوونې او روزنې او خلکو ته د کارموندنې لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د اشغالګرو پر وړاندې مبارزې او د هېواد ازادۍ لپاره د فراه ولايت د خلکو زيار او قربانیو ستاينه کړې او ویلي یې دي، چې نظام ساتنه د ټولنې د هر فرد ديني او و جداني دنده ده.
نوموړي زياته کړه، اسلامي امارت به د هېواد ابادۍ او د خلکو هوساينې لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي او اسلامي امارت د يووالي او اتحاد ترلاسه کولو لپاره خپله ټوله هڅه کوي.

