د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د شینوارو له يو شمېر قومي مخورو او استازو سره لیدنه کړې.
یادو مشرانو د سیاسي معاونیت زيار او هڅې ستایلې او ویلي یې دي، چې تل یې د ولسونو غږ اورېدلی او خلکو په ډاډه د خپل زړه درد ورسره شريک کړی دی.
دوی د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ولسونو د روغتیايي ستونزو حل په موخه د ولسوالۍ په کچه د يو روغتون جوړېدو او نورو پراختیايي چارو ترسره کولو غوښتنه کړې ده.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل یادو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې د ټولو دولتي ادارو دروازې د ولس پر مخ پرانيستې دي او ټول مسولين د ولس د خدمت لپاره ګمارل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ملت او اسلامي امارت تر منځ باید واټن نه وي، ترڅو خلک هر وخت خپلې ستونزې شريکې کړای شي.
ښاغلي عبدالکبیر ډاډ ورکړی، چې د شینوارو ولسونو د روغتیايي ستونزو حل لپاره به اړوندو ادارو ته اړینې سپارښتنې وکړي.

