ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر د بلخ له والي سره لیدنه وکړه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د بلخ له والي حاجي محمد یوسف وفا سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې ښاغلي وفا په بلخ کې د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې بلخ کې ولایتي اداره له ځايي خلکو او نورو ادارو سره ښه همغږي لري او هڅه کوي چې د خلکو ستونزو ته په وخت رسېدنه وکړي.

مولوي عبدالکبیر د بلخ له والي څخه د ځايي ادارو د ښې همغږۍ له امله مننه کړې او ویلي یې دي، چې له ملت سره ښېګڼه او د هغوی خدمت کول د اسلامي امارت پالیسي ده، چې تر ډېره عملي شوې هم ده.

نوموړي په بلخ کې د چارو د لا ښه والي په موخه ښاغلي وفا ته اړینې سپارښتنې کړې دي.