د کونړ ولایت سوداګر وایي، د څه د پاسه ۹۱ میلیونه افغانیو په ارزښت یې هندوستان هېواد ته د پیازو صادرات پېل کړل.
یاد سوداګر زیاتوي، د شاوخوا یوې میاشتې په اوږدو کې به یې اته زره ټنه پیاز د پاکستان له لارې هندوستان ته ولیږدول شي.
د کونړ اوسیدونکي او کروندګر وایي، خوښ دي چې محصولاتو یې د خر څلاو لپاره بهرنیو بازارونو ته لار ومومنده، دوی له اسلامي امارت غواړي، چې د زراعت د ودې په موخه دې د سړو خونو جوړولو، کیماوي سرې او اصلاح شویو تخمونو په برخو کې ورسره همکاري وکړي.
بلخوا بیا د کونړ ولایتي مسولین وایي، حکومت هڅه کوي چې د کرندګرو محصولاتو ته په کور دننه او بهر د خرڅلاوو مناسب بازار پیدا کړي.
دا لومړی ځل دی، چې له کونړ ولایت څخه کرنیز محصولات بهرني هېواد ته صادریږي.
د خلکو باور دا دی، که دغه ولایت کې د زراعت د میکانیزه کولو په برخه کې هڅې لا ګړندۍ شي، نو د کروندګرو محصولات به هم د هېواد سربېره په نړیوالو بازارونو کې په لوړو بیو وپلورل شي.

