د لوړو زده کړو وزارت او علومو اکاډمۍ ترمنځ د ګډو علمي او اکاډمیکو همکاریو د پیاوړتیا په موخه لوړو زده کړو وزارت کې د یادو بنسټونو د مشرتابه غړو ترمنځ غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د بېلابېلو ادارو ترمنځ د علمي او اکاډمیکو همکاریو پر پياوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې لوړو زده کړو وزارت د ټولو ادارو سره د علمي همکاريو د رامنځته کولو او پياوړتيا په برخه کې مخکښ وو او څومره چې په توان کې لري، و به يې نه سپموي.
نوموړي د علومو اکاډمۍ څخه غوښتي، چې د هېواد په تحصيلي بنسټونو کې د کيفيت او کميت له پلوه د شته ظرفيتونو د لوړولو په موخه دې ادارې ته د علمي کارکوونکو په لېږلو سره د فوق لېسانس پروګرامونو د تدريس په برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلي ندیم زیاته کړې، چې په ټولو برخو کې د ادارو او مسولینو موخې د افغانستان ابادي او پراختیا ده او د دې موخو د ترلاسه کولو لپاره به د ادارو ترمنځ نږدې همکاري ډېره مهمه او اغېزناکه وي.
د علومو اکاډمۍ سرپرست شیخ الحدیث مولوي فریدالدین محمود د دې اداري د پراختيايي پروګرامونو او موخو په اړه معلومات ورکړي او د لوړو زده کړو وزارت له مسولینو یې غوښتي، چې د پراختیایي پروګرامونو او موخو ته رسېدو په برخه کې د يادې ادارې سره مرسته وکړي.
د دې ناستې په پای کې پرېکړه شوې، چې د علمي او اکاډميکو همکاريو څرنګوالي په برخه کې د یادو دواړو بنسټونو څخه یوه ګډه کمېټه جوړه او د دې همکاریو د جزیاتو له مخې دې بحث وکړي.

