ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ولادیمیر پوتین: له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې اسلامي امارت ملګری دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان له سرمشریزې وروسته خبري غونډې ته ویلي، چې اسلامي امارت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د روسیې ملګری او متحد دی.

ولادیمیر پوتین: “اسلامي امارت افغانستان کې واکمن دی او زه ډاډه یم، چې دې هېواد کې د هر څه ثبات ته لېواله دی.”

له بل لوري یو شمېر سیاسي شنونکي د افغانستان اسلامي امارت د لاسته‌راوړنو په تړاو د ګڼو هېوادونو مثبت غبرګون ستایي او وايي، چې نړیواله ټولنه دې هم د اسلامي امارت غوښتنې په پام کې ونیسي.

ورته مهال د اسلامي امارت مسولین وايي؛ تل يي هڅه کړې چې په ملي او سیمه‌ییز کچه د هېواد د ملي ګټو سربېره بشپړ امنیت ټینګ او ګاونډوېو هېوادونو ته د افغانستان له خاوري ګواښ متوجه نشي.

د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي؛ اسلامي امارت هېواد کې د بشپړ امنیت په ټېنګېدو سره هېچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته زیان ورسوي.