د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د جاپان سفیر د دوحې ناسته مهمه بللې او ویلي يي دي، د اسلامي امارت په ګډون او دوه اړخیزو ناستو تعامل ته زمینه برابره کړې.
نوموړي خصوصي سکتور ته د سهولتونو برابرولو او له نشه يي توکیو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلي او زیاته کړې یې ده، جاپان له نشه يي توکیو سره د اسلامي امارت قاطع مبارزې ته په کتو، په افغانستان کې د بدیل کښت لپاره لس میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
د جاپان سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو په دوام ټينګار کړی او ویلي يي دي، هېواد یې په افغانستان کې د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره بنسټیزې پروژې پلي کړي او په دې برخه کې به یې همکاري دوامداره وي.
مولوي عبدالکبیر له افغانانو سره د جاپان له مرستو څخه د مننې ترڅنګ ویلي، هیله من دی چې د دوحې ناستې ګډونوال د نشه يي توکیو د بدیل کښت او خصوصي سکتور د پیاوړتیا په برخه کې له افغانستان سره خپلې ژمنې عملي کړي.
نوموړي د دوحې درېیمه ناسته بریالۍ او مهمه یاده کړې او زیاته کړې یې ده، په دې ناسته کې ملګرو ملتونو د افغانستان شرطونه او وړاندیزونه منلي وو.
سیاسي مرستیال تمه ښودلې، چې د افغانستان پر بانکي سیستم شته محدودیتونه له منځه لاړ شي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره تعامل او د اړیکو پراختیا غواړي او هېڅکله اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې څخه د چا پر ضد ناوړه استفاده وشي.

