ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: اسلامي امارت د ټولنیزې هوساینې په رامنځته کولو کې له هیڅ ډول هڅو درېغ نه کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.

یادو علماوو او مجاهدینو په دې لیدنه کې د بغلان ولایت په ځانګړي ډول د تاله او برفک ولسوالۍ د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي دي.

نوموړو ویلي، په دې ولایت کې امنیت په بشپړ ډول ټینګ شوی دی، مجاهدین او د اسلامي امارت ځایي مسولین د خلکو د ستونزو لمنځه وړلو او هغوی ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره هڅه کوي.

د بغلان ولایت یادو علماوو او مجاهدینو د کوچنیو او لویو پراختیايي پروګرامونو او د اسلامي امارت د لاسته راوړنو یادونه کړې او په اړوندو ولسوالیو کې یې د مجاهدینو وضعیت ته د رسېدنې، د مدارسو او ښوونځیو جوړولو، د لویو لارو بیارغونې او په بېلا بېلو برخو کې د پراختیايي پروژو پلي کېدو غوښتنه کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اشغالګرو پر وړاندې د بغلان ولایت په ځانګړي ډول د تاله او برفک ولسوالۍ د علماوو او مجاهدینو د هڅو او قربانیو ستاینه کړې ده.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت د امنیت ټینګښت، د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول او د هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه خپله دنده او مسولیت بولي او په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.

ښاغلي حنفي د هغوی د وړاندیزونو په اړه ویلي، اسلامي امارت به د خپل توان اړوند ورته رسېدنه وکړي.