ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې له ۱۰ زره زیات فلسطینیان تر ویجاړیو لاندې نادرکه دي

د بشر حقونو د څار یو نړیوال سازمان (Euro-Med Monitor) وايي، چې پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پيل راهیسې له ۱۰ زره زیات فلسطینیان د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو لاندې او نادرکه دي.

یاد سازمان زیاتوي، چې صهیونیستي رژیم تر خاورو د لاندې کسانو د ژغورلو مخنیوی کوي او د کورنۍ غړو او ژغورونکو ډلو ته یې د ایستلو اجازه نه ورکوي.

دې سازمان له نړیوالو غوښتي، چې د یادو کسانو د رایستلو په برخه کې دې له فلسطینیانو سره مرسته وکړي.

د دې تر څنګ پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۳۸ زره او ۱۵۳ فلسطینیان شهیدان او ۸۷ زره او ۸۲۸ نور ټپیان شوي دي.

له نړیوالو اندېښنو او خبرداریو سره-سره لا هم د غزې پر بېلا بېلو سیمو د اسرائیلي یرغلګرو بریدونه دوام لري او ګڼ فلسطینیان له خپلو سیمو بې‌ځایه، ټپیان او شهیدان کېږي او غزه له یوه سخت بشري ناورین سره مخ ده.

تازه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په شمالي، سویلي او مرکزي سیمو کې د استوګنې په کورنو د بریدونو له امله ۵۴ کسان شهیدان شوي او لسګونه نور ناردکه او ورک دي.