ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي شمس‌الدین شریعتي: ډېر ژر به د اړوند ادارو په همکارۍ ګڼ افغان بندیان را ولېږدول شي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څار ادارې له لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي شمس الدین شریعتي د یادې ادارې په اړه ویلي، چې د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د اسلامي امارت د زعیم د فرمانونو د پلي کېدو او څار په موخه کار پیل شوی او ډېر ژر به په دې اړه د ادارو د کړنو راپور د اسلامي امارت له رهبرۍ سره شریک کړي.

ښاغلي شریعتي زیاته کړې، چې له بهرنیو هېوادونو څخه د افغان بندیانو د انتقال پروسه پیل شوې او ډېر ژر به د اړوندو ادارو په همکارۍ ګڼ شمیر افغان بندیان را ولېږدول شي.

نوموړي د یادې ادارې ځینې وړاندېزونه د ریاست الوزرا له کفیل سره شریک کړي دي.

مولوي عبدالکبیر د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څار اداره د سالمې حکومتولۍ او د اسلامي امارت د زعیم د فرمانونو د پلي کېدو په برخه کې تر ټولو باصلاحیته او مهمه اداره بللې ده او ډاډ یې ورکړی، چې له دې ادارې سره هر راز مرسته کوي او ډېر ژر به یې ستونزې حل کړي.