پکتیکا ولایت کې د زیړې چکډیم پروژه د څه باندې درې میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پکتیکا ولایت په خیر کوټ ولسوالي کې د زیړې چکډیم پروژه د درې میلیونه، ۲۹۰ زره او ۱۶۹.۲ افغانیو په ارزښت د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد چکډیم په جوړېدو سره ۸۳۸۰ متره مکعب اوبه ذخیره او د اوبو په برخه کې به د سیمې د اوسېدونکو ستونزې هوارې او د کاریزونو او چینو اوبه به تغذیه او پياوړي شي.
نوموړې پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري د یوه کورني شرکت سره قرارداد شوی وو او د څلورو میاشتو په موده کې یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

