د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د بهر مېشتو افغان کادرونو د انسجام ټولنې له استازو سره لیدنه کړې.
د بهر مېشتو افغان کادرونو د انسجام ټولنې استازي، له بېلابېلو هېوادونو څخه تازه افغانستان ته راغلي دي.
په دې لیدنه کې د یادې ټولنې غړو په افغانستان کې د اسلامي نظام په ټینګښت او د سراسري امنیت په ټینګښت خوښي ښودلې او ویلي يي دي، چمتو دي چې د افغانستان په رغونه او اقتصادي پياوړتیا کې همکاري وکړي.
یادو افغان کادرونو په بېلا بېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې د پام وړ بللي او زیاته کړې یې ده، د افغانستان شرایط له هغو سره ډېر توپير لري چې په بهر کې یې خلک د رسنیو له لارې ګوري.
نوموړو ویلي؛ هېڅوک په افغانستان کې جګړه نه غواړي او نه د جګړه غوښتونکو ملاتړ کوي، بلکې افغانان د باثباته اسلامي نظام ملاتړ کوي، چې ټول افغانان پکې راټول او حقونه یې خوندي وي.
مولوي عبدالکبیر له افغان کادرونو څخه د مننې ترڅنګ ویلي، د هر افغان مشورې ته د قدر په سترګه ګوري او درناوی یې کوي.
نوموړي زیاته کړې، اوسنی اسلامي نظام د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او مسولین ټولو هېوادوالو ته له توپير پرته د خدماتو وړاندې کولو او د ستونزو د حل کولو مکلفیت لري.
د نوموړي په وینا؛ په اسلامي نظام کې نشه يي توکي، فساد او زورواکي شتون نه لري، غصب پای ته رسېدلی او د اقتصادي پياوړتیا لپاره هڅې روانې دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ په نېږدې وخت کې به د ټولو ولایتونو ترمنځ په حلقوي او ولایتي سړکونو کار پیل شي، پانګونې پراختیا موندلې، بودیجه له خپلو عوایدو پوره کېږي، د برېښنا، روغتیا او پوهنې په برخه کې په بنسټیزو پروژو کار روان دی.
سیاسي مرستیال ټولو افغانانو ته بلنه ورکړې، چې هېواد ته راشي او په ډاډه زړه خپل باعزته ژوند ته دوام ورکړي او د هېواد په ابادۍ او رغولو کې ونډه واخلي.

