ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د ټولو افغان شخصیتونو د راستنېدو هرکلی کوي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د بهرمیشتو افغان علماوو او متخصصینو د مشورتي ټولنې له غړو سره چې په امریکا، عربي او اروپایي هېوادونو کې فعالیت لري لیدنه کړې.

په دې غونډه کې یادو علماوو ویلي، چې د اسلامي امارت پر بیا ځلې واکمنۍ د افغانانو ترڅنګ د نړۍ مسلمانان هم خوښ دي.

دوی زیاته کړې؛ له تېرو څلورو لسیزو وروسته فرصت برابر شوی چې هېوادوالو ته د خدمت جوګه شي او هڅه کوي په بهر کې نور مېشت افغانان، بهرني سوداګر او متخصصین هم افغانستان ته دعوت کړي.

دغو علماوو او متخصصینو په اقتصادي، سیاسي او د بیارغونې په برخو کې خپلې مشورې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال او کفیل سره شریک کړي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل د راغلو مېلمنو له مشورو او وړاندیزونو څخه هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د ټولو افغان شخصیتونو د راستنېدو هرکلی کوي او د خوښۍ ځای دی چې د هېواد علمي، سیاسي او ټولنیز شخصیتونه په هېواد کې خپل ولس ته د خدمت لېوالتیا لري.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت هڅه کوي افغان کادرونو ته په هیواد کې د خدمت زمینه برابره کړي.