د مالیې وزارت ویلي؛ د روان (۱۴۰۳ هـ.ل) مالي کال په لومړۍ ربعه کې د هېواد په ګمرکونو کې د ترسره شویو چارو د تخنیکي ارزونې ناسته، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رییس مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ جوړه شوې وه.
په دغه ناسته کي د روان کال په لومړۍ ربعه کې په ګمرکونو کې د ترسره شویو کړنو ټولیز راپور وړاندې شو.
په یاده موده کې د عوایدو د راټولېدو، د هېواد په ګمرکونو کې د ترسره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه بشپړ معلومات وړاندې شوي دي، چې له مخي یې د تېر کال د همدې مودې په پرتله، د ګمرکونو چارې په اوسط ډول ۲۳.۳ سلنه مثبتې ښودل شوي دي.
د وړاندې شوي راپور په تړاو هر اړخیز تخنیکي بحثونه شوي او د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسولینو ستونزې او وړاندیزونه اوریدل شوي دي، چې د رهبرۍ له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکول شوی او ورسره اړینې سپارښتنې هم شریکې شوې دي.

