ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د غزني ولایت له امنیه قومندان مخدوم عالم او د هغه ولایت له یو شمېر مجاهدینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مخدوم عالم د نورو په استازیتوب د نظم او امنیت د ټينګښت په موخه د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ د کړنو او فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي.

د غزني امنیه قومندان په تېرو شلو کالو کې د بهرنیو اشغالګرو پر ضد د غزني د خلکو سرښندنو او قربانیو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د دې ولایت خلک او مجاهدین د شغل د ایجاد، ښوونې او روزنې او روغتیا په برخو کې د ځانګړې پاملرنې وړ دي.

مولوي عبدالسلام حنفي د جهاد او اشغالګرو پر وړاندې د مبارزې په لاره کې د غزني د خلکو سرښندنې ستایلې او ویلي یې دي، چې افغانانو د جهاد په وخت کې خپله دیني او هیوادنۍ دنده ترسره کړې او اوس د اسلامي امارت وار دی، چې خلکو او مجاهدینو ته د خدمت رسولو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي او اسلامي امارت به تر خپله وسه په ټولو برخو کې د هغوی ستونزو ته رسیدنه وکړي.