ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۲۱۵ عزم قول اردو تخنیکي او مسلکي منسوبینو لسګونه نظامي وسایط ترمیم کړي

د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۱۵ عزم قول اردو د تخنیک او اسلحي مديريت له لوري لسګونه هاموي ټانګونه ترميم او ګټې اخيستنې ته چمتو کړي دي.

ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ د ۲۱۵ عزم قول اردو د تخنيک او اسلحي مديريت د حمايه کنډک په ورکشاپ کې ۱۲۵ عرادی هاموي ټانګونه، چې ۲۰ عراده يي هاموي امبولانسونه دي ترميم او ګټې اخيستنې ته چمتو شوي دي.

 د ۲۱۵ عزم قول اردو د تخنيک او اسلحي مدير مولوي نصر اللّٰه ملهم ویلي، ياد پوځي وسایط د تخنیک او اسلحي مديريت د تخنیکي او مسلکي ټیمونو له خوا د شاوخوا دریو مياشتو په جریان کي ترميم شوي دي.

د ۲۱۵ عزم قول اردو رهبرۍ او ټول منسوبين د بیت المال د هرډول اجناسو د ساتني کلک هوډ کړی.

د یادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۵ البدر قول اردو د تخنیکي ټیمونو له لوري هم وړمه ورځ ۲۳ بېلا بېل وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي وو.