ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: په اسلامي نظام کې د ټولو افغانانو حقوق یو ډول دي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د اهل تشيع له یو شمېر علمای کرامو او قومي مخورو سره لیدنه کړې.

 د دې لیدنې په پيل کې یادو مشرانو څرګنده کړې، چې هزاره او اهل تشیع وګړي د امنیت د ټينګښت له امله د اسلامي امارت هڅې ستايي او خوښ دي، چې د اړتیا په وخت کې اړوندو ادارو ورسره بشپړه همکاري کړې او د د‌وی غږ یې اوریدلی دی.

علماوو او مخورو ویلي؛ له جګړې وروسته هېواد د اسلامي نظام د ټينګښت او ثبات په حال دی، دوی په دغه مرحله کې د خلکو همکاري مهمه بللې او د خپلو ولسونو بشپړه همکاري یې د اسلامي امارت سره څرګنده کړې ده.

همدارنګه په دې ناسته کې شعیه علماوو او مخورو د را روانو عاشورا مراسمو په ښه ډول نمانځلو او د امنیت پر ټینګښت خبرې کړي او په دې برخه کې یې خپل وړاندیزونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال علماوو او مخورو ته ویلي، ټول افغانان په اسلامي نظام کې یو شان حقوق لري.

مولوي عبدالکبیر څرګنده کړې، د عاشورا مراسمو د ډاډمن امنیت د ټینګښت لپاره امنیتي ادارې لاس په کار شوي او هېوادوال دې په دې اړه هېڅ راز اندېښنه ونلري.

سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې له اسلامي امارت سره د اهل تشیع علماوو او هزاره قوم مشرانو له همکارۍ مننه کړې او د وړاندیزونو په اړه یې ویلي، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په کتو ورته رسېدنه وکړي.