ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بدخشان کوچني پامیر کې له چین سره د افغانستان نښلېدونکي سړک چارې بشپړې شوې

د بدخشان واخان کوچني پامیر مرکز د بزهای ګنبد له کلي څخه د وریښمو لار کې د یوه سړک د جوړولو چارې، چې تیر کال پیل شوې وې اوس پای ته رسیدلي او له چین سره په پوله کې له صفري نقطې سره نښلول شوی دی.  

د بدخشان اطلاعاتو او کلتور رییس انجینر ذبیح الله امیري د دې سړک له چارو څخه د څار لپاره تللی وایی، د دې سړک د جوړولو چارې بشپړې شوي او ګټې اخیستنې ته چمتو دی.

ځايي اوسیدونکي د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په موخه د یاد سړک د جوړیدلو له امله خوښ دي او په دې برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستايي.

د یادونې ده، چې د وریښمو لارې بیا جوړېدل به یو ځل بیا ختیځه اسیا له سویلي اسیا سره ونښلوي.