د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ مشر فیلیپو ګراندې پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې ویلي، چې د یاد هېواد حکومت د ناثبت شویو افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ځنډولی.
ښاغلی ګراندې پاکستان ته درې ورځنی سفر کړی و او د دې هېواد له چارواکو سره یې د افغان کډوالو د جبري ایستلو په تړاو خبرې کړې دي.
نوموړي د خپل درې ورځني سفر په پای کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي؛ د پاکستاني چارواکو له لوري ډاډ ورکړل شوی، چې تر بلې پریکړې به د کډوالو د ایستلو بهیر ودروي.
فیلیپو ګراندې دغه راز په پاکستان کې د میشت افغان کډوالو لپاره د دایمې حل لارو په پیدا کولو هم ټينګار کړی دی.

