د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو له سرپرست وزیر ملا نورالله نوري سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ملا نورالله نوري د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته خپل کاري راپور وړاندې کړی او ویلي یې دي، چې د هېواد په کچه د قومونو ګڼې ستونزې حل شوي، ولسونو سره له نېږدې همغږي رامنځته شوې او په لرې پرتو سیمو کې د خلکو غوښتنو ته د رسیدنې لپاره اړونده ادارې کار کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې هېواد کې د اقلیتونو له استازو سره په اړیکه کې دي او د مسائلو د حل لپاره یې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسولینو ته دنده ورکړل شوې ده.
د ښاغلي نوري په وینا؛ په لویه کچه هلې ځلې پیل شوې، تر څو د قومونو د ستونزو په اړه کره معلومات راټول او د حل په موخه یې د اسلامي امارت رهبرۍ ته حللارې وړاندېز کړي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې په افغانستان کې ټول مېشت قومونه یو شان حقونه لري او له توپیر پرته به ورته رسېدنه کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت دې د قومونو د انسجام او د هغوی د ستونزو حل په موخه اوږد مهاله پلان جوړ کړي.

