د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل ولایت د سوداګرو ټولنې له یو شمېر استازو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د کابل د سوداګرو ټولنې غړو د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت له لوري د هغوی ستونزو او غوښتنو ته د رسیدنې له امله مننه کړې او ویلي يي دي، له چارواکو سره د سوداګرو نږدې اړیکې د هغو ستونزو د حل سبب شوې، چې له څو لسیزو را په دې خوا افغان سوداګر ورسره مخ وو.
د یادو سوداګرو په وینا، کاروبار یې غوړېدلی، د پانګونې کچه په لوړېدو ده او د ملکیتونو ارزښتونه په مناسب حال کې دي.
د کابل ولایت سوداګرو زیاته کړې، په تېرو دوو کلونو کې د اړوندو ادارو او تاجرانو اړیکې او همغږي د سوداګرۍ د ودې تر څنګ په کور دننه بهرنۍ پانګونې ته هم لاره پرانیستې ده او د مالیاتو په کچه کې کمښت له سوداګرۍ ښه ملاتړ دی.
دغو سوداګرو په کابل ښار کې له اړونده ادارو سره د همغږۍ او د یو شمېر ودانېزو پروژو په ښه ډول د عملي کېدو لپاره د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته په لیکلې بڼه خپل وړاندېزونه سپارلي دي.
مولوي عبدالکبیر، له سوداګرو ملاتړ د اسلامي نظام مسولیت او لومړیتوب بللی او ویلي يي دي، د اسلامي امارت زعیم او رهبري له افغان سوداګرو سره همکارۍ ته ډېر پام لري.
نوموړي زیاته کړې، د حکومت دروازې د ټولو سوداګرو پر مخ پرانستې دي او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه کیږي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، په کابل ښار کې د اړوندو ادارو او سوداګرو د لاهمغږۍ لپاره به اړین ګامونه واخیستل شي.
د ناستې په پای کې د کابل د سوداګرو د ټولنې غړو او رهبرۍ د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د غوره خدمتونو او همکاریو ستاینه کړې.

