د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسولین وايي، چې د هېواد ۲۷ هوایي ډګرونه فعال او تخنیکي چارې یې د افغان انجینرانو له لوري کنټرولېږي.
د مسولینو په وینا؛ د افغانستان هوایي چلند اوسمهال سټنډرډ حالت ته رسېدلی او په تېر یوه کال کې د ګڼو نورو پرمختګونو تر څنګ د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لویو ترمینلونو جوړولو سربیره د بارووړونکو موټرو د نوبت سیسټم فعال شوی او د مسافر وړونکو موټرو لپاره اډې او ترمینلونه هم جوړ شوي دي.
د یاد وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي، چې روان کال به د ترانسپورټ په برخه کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۰ پروژې پيل شي.
نوموړی زیاتوي، چې په ټول هېواد کې یي شاوخوا ۱۷۰۰ کسان د واټ ترانسپورټ د تنظیم او ۲۰۰ نور یي د کابل لپاره په کار ګومارلي، تر څو په ښارونو کې لا نظم رامنځته شي.

