ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۴/۱/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۲۰/۴/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۵۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۲۸۵ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۵۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۷ تنه و، کونړ، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۱۳۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۷۰ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې۵۸۸ زره افغانۍ کیږي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې د تورخم په عمري کمپ کې ۱۶ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۷۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۶۰ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۳۰۴ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۳ تنه و، زابل، کابل او پکتکا ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او ۲۲زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په تخته پل کمپ کې له ۶۰ کورنیو سره ټولې۴۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې ۶۹ کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې نن ۴۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز  زر او ۲۹۴ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵ کورنیو سره ټولې۱۱۴ زره مالي مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې په تېرو دوه ورځو کې ۱۴۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته نن بېلابېل خدمات وړاندې شوي دي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۶۵ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۲۸ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له ۶۴ کورنیو سره ۴۵۶ زره افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د هرات په اسلام کلا کې په تېرو دوه ورځو کې ۱۳۲ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې دي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۲۲۹ کورنۍ، ۸۸۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۵۸ کورنۍ، ۳۲۰ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۲۰۹ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۳۵۷ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۱۴ عدده