ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د سعودي عربستان له سفیر سره په لیدنه کې؛ اسلامي امارت د سعودي عربستان سره د اړیکو لا پراختیا غواړي

د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفیر فیصل بن طلق البقمي د د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان او سعودي عربستان پر دوو اړخیزو اړیکو او په هېواد کې په بېلا بېلو برخو کې د لاسته راوړنو په اړه هړ اړخیزې خبرې شوې دي.

په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو او سعودي عربستان ولس ترمنځ پر دیني، فرهنګي او تاریخي مشترکاتو خبرې کړي او ویلي يي دي، د افغانستان اسلامي امارت لېواله دی له سعودي عربستان سره یې اړیکې لا پراخې شي.

مولوي امیر خان متقي هیله څرګنده کړې، چې د فیصل البقمي د ماموریت په موده کې دوه اړخیزه اړیکې لا وده ومومي.

د افغانستان لپاره د سعودي عربستان استازي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او ژورو اړیکو یادونه کړې او خوښي یې ښودلې، چې له افغانانو سره د اړیکو د لا پراختیا په لور ګړندى مزل وکړي.

ښاغلي البقمي ژمنه کړې، چې افغانانو سره به د بشري مرستو لړۍ ته ادامه ورکړي او په نورو برخو کې به هم کار وکړي.

فیصل البقمي د اسلامي امارت کړنې او هڅې، په ځانګړې توګه د امنیت ټینګښت او مخدره توکو پر خلاف مبارزه  ستایلې ده.

په پای کې د بهرنیو چارو وزیر، سعودي استازي ته په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي.

مولوي امیر خان متقي ویلي؛ ښکاري چې د افغانستان حکومت سره د نړیوالو اړیکو پراختیا په برخه کې لېوالتیا مخ پر زیاتېدو ده، او هیله یې څرګنده کړې، چې په دواړو هېوادونو کې د دیپلوماتیکو ماموریتونو کچه پراخه شي.